CRI Online

د اولمپيک نړيوالې کميټې د ۲۰۰۸ کال د بېجينګ اولمپيک لوبو د بختورې نښې فووا طرح کونکي ته کوبېرتين مډال ورکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-08 18:34:24


د IOC مشر توماس باچ د اپريل په ۲۴مه نېټه د سويس په لاوساني کې د IOC په مقر کې چيني هنرمند هان مې لين ته کوبېرتين مډال ورکړ او د اولمپيک لوبو د پرمختګ په برخه کې د هغه غوره خدمتونه ستاينه يې وکړه.

باچ د مډال ورکولو مراسمو کې وويل، د اولمپيک سپورتي لوبو اصلي هدف له کلتور، هنر او د انسانانو له سوله غوښتنې سره د سپورټ يو ځايښت دی. ښاغلي هان مې لين ته کوبېرتين مډال ورکول دا څرګند وي چې IOC د هغه خدمت او برياليتوب منلي، نوموړي د هنر له لارې د اولمپيک روحيې ته وده ورکړې ده.

باچ وويل، د ۲۰۰۸ کال لپاره د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو د بختورې نښې فووا د عمومي طرح کونکی په حيث، ۸۲ کلن هان مې لين، چې اوس لا هم د نوښت لپاره نوي کارونه کوښښ کوي، د اولمپيک روحيې ژوندۍ نښه ده.

هان مې لين له نوموړو مراسمو وروسته خبريال ته وويل، د اولمپيک روحيه نه يوازې دا مانا لري چې لا لوړه، چټکه او غښتلې شي، بلکې نړۍ او بشري تمدن ته لا زيات فعال ځواکونه ورکوي. داسې فعال ځواکونه له عمر ، قام او جنس پورې اړه نه لري، خو له ژوندانه سره مينه، د طبيعيت احترام او د نوښت سره ذوق ښودل دي.

هان مې لين وويل، د IOC په مقر کې ولاړ يم او دغه مډال په غاړه کوم، زما تر ټولو لويه غوښتنه دا ده چې زموږ هېواد او نړۍ کولی شي چې خپله ځوانۍ وساتي.

په نوموړو مراسمو کې هغه IOC ته يوه خپله اولمپيک مسوده هم ورکړې دي په بېجينګ کې د اولمپيک لوبو د کوربه هېواد په حيث د غوښتلو او بختورې نښې خطی نسخې.

کوبېرتين مډال د عصري اولمپيک د پلار کوبېرتين د يادونې لپاره په ۱۹۶۴ کال کې جوړ شو. دغه مډال د IOC لخوا هغو لوبغاړو او کسانو ته ورکول کېږي چې تر ټولو لوړ وياړ ولري، يعنې هغه څوک چې د اولمپيک سپورتي لوبو لپاره غوره خدمت برابروي.

کوبېرتين د عصري اولمپيک لوبو نوښتګر و. په ۱۸۹۴ کال کې په پاريس کې د هغه په وړانديز نړيواله سپورټي غونډه سره شوه او دا پرېکړه پکې وشوه چې په يونان کې لومړۍ دوره عصري اولمپيک لوبې پرانيزي او هرو څلور کلونو کې يادې لوبې تر سره کېږی. له ۱۸۹۶ کال څخه تر ۱۹۲۵ کال پورې کوبېرتين د اولمپيک د نړيوالې کميټې مشر و او د اولمپيک نښه او بيرغ يې ډيزاين کړل. کوبېرتين په خپل ټول عمر کې د اولمپيک روحيه وهڅوله او د عصري اولمپيک پلار وګنل شو.

هان مې لين په ۱۹۳۶ کال کې د چين په جي نان ولايت کې زېږدېدلی. هغه د لاس صنايعو او هنر له پوهنځي څخه فارغ شوی او د نقاشۍ، خطاطۍ، مجسمه سازۍ، کلالۍ او ډيزاين په ساحو کې يې سترې لاسته راوړې تر لاسه کړې دي. ښاغلي هان د اولمپيک لوبو د کوربه هېواد په حيث د چين د غوښتلو نښې د ډيزاين ګروپ د يوه عمر غړي په توګه د چينی نقاشۍ په شکل يو داسې انځور ډيزاين کړی چې د اولمپيک د پنځو کړيو لخواد تای جی چيون وهلو حرکت پکې ليدل کېده په بله ژبه دغه انځور د چين د دوديز هنر او د عصری اولمپيک د روحيې ترمنځ د ښه يو ځايښت يوه نښه هم ده. له دې وروسته هان مې لين د بېجينک د اولمپيک لوبو بختوره نښه فووا ډيزاين کړه او وروسته يې د اولمپيک مشال په انتقال کې ګډون وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای