CRI Online

شي جين پينګ په دا ليان کې د کوريا ډيموکراتيکې ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند له مشر کيم جون اون سره کتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-08 20:24:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې له ۷مې نېټې نه تر ۸مې نېټې پورې په دا ليان کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د کوريا ډيموکراتيکې ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند له مشر او د دولتي شورا له مشر کيم جون اون سره کتنه وکړه او دواړو خواوو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په شمول د ګډو علاقې وړ مسئلو په اړه د نظريو ژورې او پوره تبادلې وکړي.

رئيس شي جين پينګ دې ته اعشاره وکړه، ملګری مشر کيم جون اون په داسې حال کې چې د کوريا ټاپووزمې په حالاتو کې پيچلي او ژور بدلونونه رامنځته کېږي، له څلوېښتو ورځو وروسته يو ځل بيا چين ته راځي او راسره کتنه کوي. له دې څخه څرګندېږي چې ملګری مشر او د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند مرکزي کمېسيون د دواړو هېوادونو او ګوندونو ترمنځ اړيکو او ستراتيژيکې تبادلې ته په ډېره درنه سترګه ګوري، زه د دې لوړه ارزونه کوم. زما او د ملګري مشر ترمنځ د لومړۍ کتنې د تر سره کېدو راهيسې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې او د کوريا ټاپووزمې حالات مثبت پرمختګ موندلی دی. زه په دې مناسب ډېر خوشحاله يم او غواړم چې يو ځل بيا له ملګري مشر سره کتنه وکړم، تر څو د دوه اړخيزو اړيکو سالم او ثابت پرمختګ پياوړی شي، په دغه ټاپووزمه کې دايمي خونديتوب او سوله وساتل شي او د دې سيمې سوله، ثبات او سمسورتيا پياوړې شي.

کيم جون اون وويل، چې د تېر مارچ راهيسې، د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو او د کوريا ټاپووزمې په حالاتو کې مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي. دا زما او ملګري عمومي منشي ترمنځ د تاريخي کتنې مثبته نتيجه ده. په دې کليدي حال کې چې سيمه ييز حالات چټک پرمختګ مومي، زه يو ځل بيا چين ته راځم او له ملګري عمومي منشي سره کتنه کوم او اړوند معلومات سره شريک کوم. هيله لرم چې له چين سره لا نژدې ستراتيژيکې تبادلې او همکارۍ وکړم، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ټينګې شي او سيمه ييزه سوله او خونديتوب د تل لپاره وساتل شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای