CRI Online

لي که چيانګ د جاپان پلازمينې توکيو ته ورسېد.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-08 20:25:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د مې د ۸مې نېټې په شپه د جاپان د لومړي وزير شينزو ابي په بلنه د چين صدراعظم لي که چيانګ د ځانګړې الوتکې په وسيله د دغه هېواد پلازمينې توکيو ته ورسېد او هغه به د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په اوومه غونډه کې برخه واخلي او له جاپان څخه به رسمي ليدنه وکړي.

هغه په هوايي ميدان کې وويل، چې د اوسنيو حالاتو په وړاندې، چين، جاپان او د کوريا جمهوريت په نړۍ کې د دريو عمده اقتصادي ډلو او د دې سيمې د مهمو هېوادونو په توګه د اقتصاد د نړيوال کېدو او د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانېدو د ساتلو، د دې سيمې د يو لاس کېدو بهير د لارښوونې او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره مهمې دندې لري. هيله ده چې درې هېوادونه په ياده غونډه کې خپلمنځي باور ژور کړي، ګډې همکارۍ پياوړې کړي او د سيمه ييز پرمختګ، سمسورتيا، سولې او خونديتوب لپاره ګډې هڅې وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای