د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په راتلونکې مياشت کې به د شانګهای د همکارۍ سازمان د اتو غړو هېوادونو، څلورو څارونکو هېوادونو او د رئيسه هېواد د مېلمنو هېوادونو مشران او د اړوندو سازمانونو مسؤلين د چين په چينګ داو ښار کې راغونډ شي او د پرمختګ او همکاريو په اړه به بحثونه وکړي.
په تېرو اوولسو کلونو کې د شانګهای روحيه د مختلفو هېوادونو ترمنځ د همکاريو سبب ګرځېدلې او د شانګهای همکارۍ سازمان د د غړيو هېوادونو د برخليک د ګډې ټولنې د ابادي او همغږې کورنۍ د جوړونې روحيې بنسټ ګرځېدلی دی.
د شانګهای روحيه په نوې زمانه کې د لوی هېواد په حيث د چيني ځانګړتيالرونکې ډيپلوماتيکې مفکورې سره نژدې اړه لري او د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د جوړونې مهم بنسټ هم ده.
د متقابل سياسي باور دې ژور شي، امنيتي همکاري دې پياوړې شي، تر څو د مختلفو هېوادونو امنيت وساتل شي.
د سږ کال په اپريل کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې برخوالو موافقه کړې ده چې د امنيتي همکارۍ په ساحه کې د قوانينو د عملي کولو لپاره همکارۍ به پياوړې کړي، په راتلونکو دريو کلونو کې د دريو قوتونو پرضد د مبارزې په اړه همکاريز سندونه به د چينګ داو سرمشريزې غونډې ته وړاندې کړي او د دغه سازمان او افغانستان د تماس نيولو ګروپ په چوکاټ کې به د بهرنيو چارو د مرستيال وزيرانو په کچه غونډه تر سره شي. د سيمه ييزې سولې او امنيت د ساتلو او د ننګونو د حلولو په برخه کې د دغه سازمان رول پياوړی شوی دی.
د چينګ داو سرمشريزې غونډې د شروع وخت رانژدې کېږي. چين د دغې غونډې لپاره پوره چمتوالی لري. دا به په نوې زمانه کې د چين په ډيپلوماتيکو چارو کې او د دغه سازمان په پرمختيايي تاريخ کې يوه مهمه نښه وي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |