CRI Online

ايران به په لنډمهالي توګه د ايران د ذروي پروګرام په تړون کې پاتې شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 09:45:37

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران ولسمشر حسن روحاني د می په اتمه نېټه د يوې تلويزيوني وينا په خپرولو سره وويل، که څه هم امريکا د ايران د ذروي پروګرام له تړون څخه د وتلو پريکړه کړې، خو ايران به په لنډمهالي توګه په دې تړون کې پاتې شي او له نورو اړوندو خواوو سره fi سلامشوره وکړي.

روحاني وويل، چې له همدې وخت څخه د ايران ذروي تړون د ايران او نورو پنځو خواوو ترمنځ تړون ګرځيدلی دی. هغه زياته کړه چې که په راتلونکې سلامشوره کې د تړون د مقرراتو سره سم د ايران ګټې نه شي ساتل کېدای، د ايران د اټومي انرژۍ سازمان به د يورانيومو د غني کولو کار بيا پيل کړي. هغه پر امريکا نيوکه وکړه چې gi ۴۰ کلونو راهيسې يې د ايران په مقابل پر دوښمنi پاليسۍ ټينګار کړی، او د ايران د اټومي پروګرام د هغه تړون مسئوليت يې نه دی پلی کړی کوم چې په ۲۰۱۵ کال کې لاسليک شوی و.

د امريکا له خوا د بنديزونو لګولو د ګواښ په وړاندې روحاني وويل، چې د ايران پر اقتصاد به اغېزه و نه کړي، د ايران د کورنيو بازارونو ارامي به وساتل شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای