CRI Online

امريکا د ايران د ذروي مسئلې له تړون څخه وتل اعلان کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 09:46:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د می په اتمه نېټه اعلان وکړ چې امريکا به د ايران د ذروي مسئلې له تړون څخه ووځي او پر ايران به بيا بنديزونه پيل کړي.

نوموړي په همدې ورځ په سپينې ماڼۍ کې د يوې تلويزيوني وينا په خپرولو سره وويل، د ايران د ذروي مسئلې تړون يو بد تړون دی او د ايران له خوا د اټومي پروګرام پر ابادۍ ډېر کمزوری محدوديت لري. هغه وويل، چې دغه تړون د ايران له خوا د بالستيک توغنديو پر پروګرام او په منځني ختيځ کې د ناارامو عملياتو پر جوړونې اغيز نه دی کړی. بر سير پر دې، په تړون کې هغه ماده د منلو وړ نه ده چې د تړون له ماتيدو وروسته ايران د يورانيومو د غني کولو کار اعاده کولی شي. هغه وويل، امريکا کليدي شواهد لري چې د ذروي مسئلې په اړه د ايران ژمنه دروغجنه ده.

د وينا له پای ته رسيدو وروسته ټرمپ له ذروي تړون څخه د امريکا د وتلو سند لاسليک کړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای