CRI Online

شي جين پينګ په بلنې سره د امريکا له ولسمشر ټرمپ سره تليفوني خبرې وکړې.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 10:26:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مې په ۹مه نېټه په بلنې سره د امريکا له ولسمشر دونالډ ټرمپ سره تليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ څرګنده کړه چې اوس مهال د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو پرمختګ په يوه مهمه مرحله کې ده. زه د خپلمنځي اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم او له ښاغلي ولسمشر سره ښو کاري اړيکو ته لومړيتوب ور کوم .هيله لرم چې دواړه خواوې په جدي توګه په بېجينګ کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ په ملاقات کې تر لاسه شوې ګډې نظريې پلی کړي،د لوړ پوړو او بېلا بېلو کچو چارواکو ترمنځ تګ راتګ وساتي،يو د بل درناوی وکړي،د ګډو ګټو پربنسټ خپلمنځي همکارۍ ته پاملرنه وکړي او د نظر توپيرونه کنترول کړي تر څو د دواړو هېوادونو اړيکې په سالمه او ثابته توګه پرمختګ ومومي.

ډونالډ ټرمپ وويل چې امريکا له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او هيله يې وښوده چې له رئيس شي جين پينګ سره نژدې اړيکو ته دوام ور کړي . امريکا غواړي چې په بېلا بېلو ساحو کې له چين سره رښتينې همکارۍ پياوړې کړي او په ښه توګه سوداګريزې مسئلې حل کړي تر څو د امريکا او چين ترمنځ اړيکې لا پرمختګ ومومي او خلک ترې ګټې واخلي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای