CRI Online

لي که چيانګ د پيغام له لارې ديمتري ميدويدف ته د صدراعظم په توګه د بيا ټاکل کېدو له امله مبارکي وويله

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 10:27:51

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين صدراعظم لي که چيانګ د می په اتمه نېټه ديميتري ميدويدف ته د يو پيغام په ليږلو سره د روسيې د صدراعظم په توګه د بيا ټکل کېدو په اړه مبارکي څرګنده کړه.

لي که چيانګ د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د چين او روسيې ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو ټينګښت په لويه سويه ساتل شوی، د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، کرهنې، هوانوردۍ، فرهنګ او سيمه ييزو همکاريو په برخو کې د دواړو هواوو ترمنځ همکارۍ په ثابته توګه پياوړې شوې او د دواړو هېوادونو ګډ پرمختګ او سمسورتيا هڅول شوې ده. هيله لرم چې له صدراعظم ميدويديف سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو او همکارۍ د لا پياوړتيا لپاره نوي خدمتونه وکړو.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای