CRI Online

د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کيم جونګ اون او شي جين پينګ ترمنځ د بياکتنې لوړه ارزونه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 10:28:39

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي تلويزيون د روانې مياشتې په اتمه نېټه هغه خبر خپور کړ چې د دې هېواد لوړ پوړي مشر کيم جونګ اون د روانې مياشتې له اوومې نيټې څخه تر اتمې نيټې پورې د چين په دا ليان ښار کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي او د دولت له رئيس شي جين پينګ سره ملاقات وکړ ، او په خبر کې يې د کيم جونګ اون او شي جين پينګ ترمنځ د بيا کتنې لوړه ارزونه يې کړې او په ډاګه کړی يې ده چې تاريخي ملاقات د ديموکراتيکې کوريا او چين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره مهم فرصت دی.

په ياد خبر کې د دې ملاقات په باب معلومات وړاندې شوي او پکې ويل شوي چې دغه ملاقات په صادقانه، د باور وړ او دوستانه فضا کې وشو.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای