د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ازادۍ بخښوونکي سازمان ( فتح ) د اجراييوي کميټې غړي احمد مجدلاني د می په اتمه نېټه وويل، چې د فلسطين مشرتتابه په ختيځ بيت المقدس کې د خپلې ښاروالۍ د بيا پرانيستلو پريکړه وکړه. د معلوماتو له مخې دغه ښاروالي په ۱۹۶۷ کال د اسرائيلو له خوا منحل شوې وه، څو چې له تيل ابيب څخه بيت المقدس ته د امريکايي سفارت د انتقال په مقابل غبرګون وښيي.
نوموړي په همدې ورځ له خبريال سره مرکه کې وويل، د دغه عمل له لارې پر دې ټينګار کوي چې ختيځ بيت المقدس د فلسطين دولت پلازمينه ده او فلسطينيان په نيول شوې ځمکه کې د حاکميت حق لري. خو هغه د ختيځ بيت المقدس د ښاروالۍ د بيا پرانيستنې وخت نه دی ياد کړی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |