CRI Online

د منځني ختيځ چارو په اړه د چين استازی: د ايران ذروي تړون ته بايد درناوی وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 10:51:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د می له ۷مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې د منځني ختيځ چارو په اړه د چين ځانګړي استازي ګونګ شياو شنګ له ايران څخه ليدنه وکړه او په جلا جلا توګه يې د دې هېواد له ډيپلوماتانو او پوهانو سره کتنې وکړې چې د ايران د ذروي تړون او د سوريې مسئلې په اړه يې ورسره د نظريو تبادلې وکړې. نوموړي د همدې ورځې له غرمې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ايران ذروي تړون يو جدي نړيوال تړون دی او بايد درناوی يې وشي.

ګونګ شياو شنګ وويل، چې د ايران د ذروي مسئلې په اړه د چين رويه څرګنده ده چې د دې تړون درناوی دې وشي او د دې تړون جديت او تماميت دې وساتل شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای