CRI Online

د م م سرمنشي د ايران له ذروي تړون څخه د امريکا وتلو ته جدي پاملرنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 11:04:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د می په اتمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ډونالډ ټرمپ له خوا د ايران له ذروي تړون څخه د امريکا د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا پيل اعلان ته جدي پاملرنه وکړه.

ګوټريس وويل، هغه تل په دې نظر دی چې د ايران ذروي تړون د ذروي وسلو د ناخپرېدو او د ديپلوماتيکو چارو په برخو کې يوه مهمه لاسته راوړنه ده او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او امنيت لپاره ګټور دی. دا ډېره مهمه ده چې د دې تړون د پلي کولو په اړه ټولې غوښتنې بايد د تړون له مخې د ټاکل شوي ميکانيزم له لارې حل شي، نوې چارې چې له تړون سره مستقيمې اړيکې نلري، بايد د تړون د ساتلو په مخکيني شرط حل شي. هغه په اعلاميه کې د ايران د ذروي تړون له نورو برخوالو خواوو څخه غوښتنه کړې چې په هراړخيزه توګه خپلې ژمنې پلې کړي، او د م م له نورو غړو هېوادونو څخه يې هم د دې تړون د ملاتړ غوښتنه کړې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای