د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۸ مه نېټه په سپينې ماڼۍ کې د يوې تلويزيوني وينا په خپرولو سره وويل، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو اوس د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت ته د تګ په لاره کې دی څو چې د ولسمشر ټرمپ او ډيموکراتيکې کوريا د لوړ پوړي مشر کيم جونګ اون تر منځ د کتنې لپاره تياريانې تر سره کړي، خو د کتنې نېټه او ځای يې نه دی په ډاګه کړی.
هغه وويل، چې پلان اوس د تطبيق په حال کې دی او د امريکا او ډيموکراتيکې کوريا تر منځ اړيکې هم ګام په ګام ټينګېږي. هيله لرم چې په راتلونکې وخت کې دواړه هېوادونه موافقې ته ورسېږي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |