CRI Online

فرانسه، بريتانيا او جرمني به د ايران په ذروي تړون کې پاتې شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 15:40:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې، بريتانيا او جرمنې مشرانو د می په اتمه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د ايران له ذروي تړون څخه د وتلو په هکله د امريکا د پريکړې له امله افسوس څرګند کړ او و يې ويل چې فرانسه، بريتانيا او جرمني به د ايران په ذروي تړون کې پاتې شي او د دې تړون پلي کول به تامين کړي.

په دې اعلاميه کې راغلي چې د ايران ذروي تړون د يادو دريو هېوادونو د ګډ امنيت لپاره ارزښت لري او د م م د امنيت شورا د پريکړه ليک له مخې تاييد شوی دی. د دغو دريو هېوادونو مشرانو له ټولو اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د دې تړون د پوره پلي کولو لپاره هڅې وکړي او په مسئولانه روحيه ګامونه پورته کړي.

په دې اعلاميه کې له امريکا څخه غوښتنه شوې چې د ايران د ذروي تړون چوکاټ ويجاړ نه کړي، او بايد د هغو تدبيرونو مخه ونيسي چې ښايي د نورو خواوو له خوا د دې تړون د پلي کېدو پر وړاندې خڼدونه جوړ کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای