د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين استازي جانګ شيانګ چن د می په اتمه نېټه په ژنيو کې د دې سازمان د شورا په غونډه کې په خپله وينا کې دې ته اشاره وکړه چې د امريکا له خوا د ۲۳۲ مادې پر بنسټ له فولادو او المونيمو څخه د زياتې ګمرکي تعرفې اخيستل د ملي امنيت په موخه نه دي، بلکې د خپلو کورنيو صنعتونو ساتونکی عمل دی، او په اصل کې د تجارت حمايت غوښتونکی تدبير دی.
نوموړي وويل، چې د امريکا د ياد تدبير سره سمه محدوده شوې وارداتي اندازه يوازې د امريکا د اوسپنو او فولادو په مصرفي اندازه کې شاو خوا ۵٪ نيسي، دا په (( ملي امنيت )) پورې اړه نه لري. هغه د امريکا د سوداګرۍ وزات د پلټنيزو راپورونو او د امريکا د دفاع وزارت د شمېرو په حواله وويل، چې د امريکا د اوسپنو او فولادو وارداتي اندازه يوازې په کورني مصرفي اندازه کې ۱۶٪ نيسي او په دې جمله کې نژدې ۷۰٪ د مصونيت له حق لرونکو غړو څخه راځي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |