د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمشي ګوتيرس د مې په ۸ مه نېټه د کيوبا په پلازمينه هاوانا کې وويل چې مونږ بايد د نړيوال عدالت پر بنسټ د پرمختګ نظريه ټينګه کړو څو چې د نړۍ په اقتصادي ټولنه کې توپيرونه کم شي.
هغه په همدې ورځ په هاوانا کې د م م لاتيني امريکا او کاربين اقتصادي کمېټې د ۳۷مې غونډې په پرانيستو مراسمو کې وويل چې په څو قطبيزه نړۍ کې موږ په تيره بيا په ټيټ عايد لرونکو هېوادونو او هغو هېوادونو کې چې اقتصادي جوړښت يې د بدلون په حال کې دی بايد د پرمختګ نظريه بيا ټينګه کړو. موږ نړيوال عدالت ته اړتيا لرو.
هغه زياته کړه چې د بېوزليتوب له منځه وړل اوس د م م لومړۍ دنده ده.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |