CRI Online

چين په برياليتوب سره د ګاو فن په نوم پنځم نمبر سپوږمکۍ وتوغوله

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 16:38:54

د می د نهمې نيټې د سهار وختي په دوو بجو او اته ويشتو دقيقو د چين په تای يوان ښار کې د سپوږمکيو د توغولو په مرکز کې CZ-4Cليږدونکي راکټ په وسيله د ګاو فن په نوم پنځم نمبر سپوږمکۍ په برياليتوب سره وتوغول شوه. دغه سپوږمکۍ د ځمکې کرې د څارنې لپاره يوازينې سپوږمکۍ ده چې په دې برخه کې يې دHyperspectrum د تحليل دنده پرغاړه لري او د ايکولوژيکي چاپيريال د عمومي څارنې، د ځمکني سرچينو د پلټنې او د اقليمي عواملو د څارنې لپاره به خدمتونه وکړي تر څو د Hyperspectrumپه هکله د بهرنيو هيوادونو لخوا پر برابر شويو مالوماتو تکيه کمه شي.

(اواز.........) د می د نهمې نيټې سهار وختي په دوو بجو او اته وېشتو دقيقو د راکټ د انجين د ګړزهار سره سم ياده سپوږمکۍ د چين د تای يوان د سپوږمکيو د توغولو له مرکز څخه هوا ته وتوغول او په برياليتوب سره ټاکلي مدار ته داخله شوه.

د Hyperspectrum په وسيله د ځمکې د څارونکي سيستم جوړونه يوه ستره پروژه ده او د اسماني سترګې په نوم ياديږي او په عمده توګه د عصري کرنې، د زلزلې د پيشګويۍ او د ناورينونو د کموالي او د ايکولوژيکي چاپيريال په مهمو ساحو کې خدمتونه کوي تر څو د معلوماتي سرچينو د خپلولو حق تامين شي او د فضايي معلوماتو ځنځير جوړ شي. له ۲۰۱۰ کال راهيسې د دې پروژې په تطبيق سره څو سپوږمکۍ په برياليتوب سره توغول شوي دي .د چين د يادې پروژې عمومي ډيزاينر او د چين د دفاعي علومو او صنايعو ادارې د سترو پروژو د مرکز مسئول تونګ شيو دونګ وويل (اواز...........)د ګاو فن په نوم پنځم نمبر سپوږمکۍ کې د لنډو څپو په وسيله د Hyperspectrumلرونکې کمره او د شنو خونو د عمده ګازو د څارونکي تجهيزات په شمول شپږ ډوله عصري تجهيزات وړل شوي او د کارولو موده يې اته کاله ده.دغه سپوږمکۍ په نړۍ کې د ځمکې د څارنې لپاره د وړانګو طيف په وسيله لومړۍ سپوږمکۍ ده

د چين د ايکولوژيکی چاپيريال وزارت په اړه د سپوږمکۍ د کارولو مرکز مشر وانګ چياو وويل چې د يادې سپوږمکۍ استعمالول د لوړ طيف په وسيله پر ځمکې د څارنيز او څيړنيز توان د لوړولو مهمه نښه ده .

ښاغلي وانګ وويل (اواز............) د يادې سپوږمکۍ په توغولو سره به په هغوسيمو کې چې هوا يې ککړه شوې ده، د ککړو ګازو د څارنې تشه پوره شی او د هوا د ککړتيا د څارنې او د چين د هوا ککړتيا د مخنيوي او ادارې په هکله د عملياتي پلان د پلې کولو لپاره ډېر اهميت لري او د دې ترڅنګ د اوبو ککړتيا د مخنيوي او د ايکولوژيکي چاپيريال د څارنې په برخه کې هم مهم رول لوبولی شي.د يادې سپوږمکۍ بريالۍ توغونه به د Hyperspectrum په هکله د بهرنيو هيوادونو لخوا پر برابر شويو مالوماتو د تکيې کموالي او د Hyperspectrum په اړه معلوماتو ته د ايکولوژيکي چاپيريال د څارنې د اړتياوو د پوره کولو لپاره مهم رول ولوبوي

د مالوماتو له مخې اوس د يادې سپوږمکۍ په وسيله تر لاسه شوي مالومات په څه باندی شلو ساحو کې استعماليږي او د چاپيريال د اداره کولو په چارو کې د بېلا بېلو درجو حکومتونو د ملا تير بلل کيږي او تر زياتې اندازې پورې به پر بهرنيو ورته سپوږمکيو باندې د چين تکيه کمه شي .دغه راز د نړيوالې همکارۍ په ساحه کې د Hyperspectrum د تحليل پروژه مهم نقش لری

د چين د دفاعی علومو او صنايعو ادارې مشر تونګ شيو دونګ وويل (اواز......) د يادې پروژې په تطبيق سره دغه پروژه له نورو هيوادونو سره د چين د فضا نوردۍ ادارې د دوه او څواړخيزو همکاريو يوه نوې برخه ده .

د ټاکلي پلان له مخې چين به تر دوه زره شلم کال پورې په هر ډول هوا ، هر وخت او هره خوا کې د ټولې ځمکې د هراړخيزې څارنې سيستم جوړ کړی .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای