CRI Online

چين د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د سيلانيزې همکارۍ د پياوړتيا په اړه وړانديزونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 16:41:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کلتور او سيلانۍ مرستيال وزير لي جين زاو د مې په نهمه نېټه وړانديز وکړ چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي هېوادونه دې د فرصتونو په نيولو سره خپلمنځي همکارۍ نږدې کړي او سيلانيزو چارو ته دې پراختيا ورکړي.

د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د سيلانۍ وزيرانو غونډه د مې په نهمه نېټه د چين د هو بې ولايت په مرکز وو هان ښار کې ترسره شوه. لي جين زاو په دغه غونډه کې خپلو خبرو کې وويل، چې د نورو نړيوالو همکاريو په پرتله د سيلانيزې همکارۍ اړوندې موافقې زياتې دي، اختلافات يې کم دي او لرليد يې ښه ښکاري، نو د څو اړخيزو نړيوالو همکاريو مهمه برخه دې وګرځي او ورته دې لومړيتوب ورکړل شي. نوموړي وړانديز وکړ چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د سيلانيزې همکارۍ د پرمختګ پروګرام دې په جدي توګه تطبيق شي، د بېلابېلو هېوادونو د سيلانيزې ودې د ستراتيژيکو تګلارو پيوند لپاره دې هڅې وشي او سيلانيزو تګلارو چاپيريال دې ښه شي،همداراز له اړوندو چارو سره د سيلانۍ واحده وده دې وهڅول شي.

د شانګهای همکارۍ سازمان مرستيال سرمنشي عزيز نوسيروف په خپلو خبرو کې وويل، چې سيلانيزې چارې د دوستۍ او پوهاوي د پياوړتيا مهمه وسيله ده. د شانګهای همکارۍ سازمان بېلابېل غړي هېوادونه غني سيلانيزې سرچينې لري، يقين دی چې د ګډو هڅو له لارې به سيلانيزو چارو ته چټکه وده ورکړل شي او د غړو هېوادونو ترمنڅ سيلانيزې همکارۍ به نورې هم ژورې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای