د چين د سوداګرۍ وزارت وياند د مې په نهمه نېټه په بېجينګ کې څرګنده کړه چې چين موافقه کړې چې په مناسب وخت به د اقتصادي او سوداګريزې سلامشورې لپاره امريکا ته پلاوی ولېږي.
نوموړي وويل، چې چين د امريکا د ماليې وزير سټيفن ټرنير منوچين ليک تر لاسه کړی او پکې يې په رسمي توګه له امريکا څخه د ليدنې لپاره د رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، مرستيال صدراعظم او د چين او امريکا د اقتصادي ډيالوګ لارښوونکي ليو هه ته بلنه ورکړې، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي او سوداګريزو مسئلو بحث وکړي. چين دغه بلنه منلې ده او موافقه يې کړې چې په مناسب وخت به امريکا ته خپل پلاوی ولېږي. اوس د دواړو خواوو اړوند کاري ګروپونه په تګ راتګ بوخت دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |