CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين په دې اړه تاًسف څرګندوي چې امريکا د ايران له ذروي تړون څخه وځي.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 17:41:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په نهمه نېټه څرګنده کړه چې چين په دې اړه تاًسف څرګندوي چې امريکا د ايران له ذروي تړون څخه وځي، او له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې د دغې مسئلې د سياسي حل پر لوري ټينګار وکړي، توپيرونه ليرې کړي او ژر بېرته د دغه تړون د پلي کولو په اړه سمې لارې ته راستنې شي.

نوموړي وويل، چې چين د امريکا د اړوندې پريکړې په اړه تاًسف څرګندوي. دغه تړون د شپږو هېوادونو، اروپايې ټولنې او ايران لخوا د خبرو اترو له لارې لاسليک شوی څواړخيز تړون دی او د امنيت شورا له ۲۲۳۱م پريکړه ليک سره سمون خوري، نو اړوندې خواوې بايد په جدي توګه دغه تړون عملي کړي او د دغه تړون بشپړتيا او جديت وساتي. دا نه يوازې د ذروي وسلو د نه خپرېدو د نړيوال سيستم د ساتلو، بلکې د منځني ختيځ سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګټور دی. همداراز، له سياسي لارې چارې د تودو مسئلو د حلولو لپاره نمونوي ارزښت هم لري.

نوموړي وويل، د اوسنيو حالاتو په وړاندې، چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه کوي چې په مسؤلانه رويې سره له عمومي او دايمي لحاظه د دغې مسئلې د سياسي حل پر لوري ټينګار وکړي، توپيرونه ليرې کړي او ژر بېرته د دغه تړون د پلی کولو په اړه سمې لارې ته راستنې شي. چين به په عادلانه، مساوي او مسؤلانه رويې سره له بېلا بېلو خواوو سره ډيالوګ وکړي، تر څو دغه تړون په پوره توګه پلی شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای