د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې له ۷مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند مشر او د دولتي شورا مشر کيم جون اون په دا ليان کې کتنه وکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۹مه نېټه په يوه خبري ناسته کې د دغې کتنې زمينه او ارزښت له رسنيو سره شريک کړ. نوموړي وويل، چې اوسمهال د کوريا ټاپووزمې اوضاع د ژور او پيچلي بدلون په حال کې ده. د دواړو هېوادونو او ګوندونو د مشرانو ترمنځ ستراتيژيکې تبادلې د دوه اړخيزو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ، له دغې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د دغې ټاپووزمې د دايمي خونديتوب لپاره ګټورې دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |