د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې په نهمه نېټه د افغانستان په پلازمينه کابل کې څلور چاودنې وشوې او تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې دقيق راپور نه شته.
لومړۍ چاودنه پر ځايي وخت د سهار په يوولسو بجو او څلوېښتو دقيقو د کابل په لويديځ د دشت برچي په سيمه کې، دوهمه چاودنه په يوولسو بجو او اته پنځوسو دقيقو او يوه دقيقه وروسته درېيمه چاودنه په لسمه امنيتي حوزه کې او څلورمه چاودنه د لويديځې سيمې په ديارلسمه امنيتي حوزه کې وشوې.
تر اوسه پورې هېچا او يا کومې ډلې د دغو چاودنو پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |