CRI Online

چين: امريکا دې خپله اشتباه سمه کړي او د نورو له غندلو نه دې لاس واخلي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 20:22:15

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په نهمه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين له امريکا نه غواړي چې خپله اشتباه سمه کړي او د نورو له غندلو نه دې لاس واخلي.

د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د امريکا دايمي استازي د مې په اتمه نېټه چين د" پروتېکنيزم " تر ټولو ملاتړ کوونکی هېواد وباله او د چين د هغو څرګندونو په اړه يې شک څرګند کړ چې خپل ځان " قربانی" بولي. ګنګ شوانګ پدې اړه وويل، څوک د څو اړخيز سوداګريز سيستم او د نړيوالو سوداګريزو مقرراتو ساتونکي دي، څوک د سوداګرۍ ساتونکي تګلارې پلې کوي او څوک پر نورو يو اړخيز بنديزونه لګوي، نړيواله ټولنه به پدې اړه قضاوت وکړي. هيله لرو چې امريکاخپله اشتباه سمه کړي او د نورو له غندلو نه دې لاس واخلي.

همدارنګه ګنګ شوانګ زياته کړه چې اوسمهال نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا په کليدي پړاو کې دی، هيله ده چې امريکا د نړۍ د لومړي لوی اقتصاد په توګه خپل مسئوليت پر غاړه واخلي او له خپل مقام سره سمون لرونکی رول ولوبوي.چين به د امريکا په ګډون له نړيوالې ټولنې سره يوځای د نړيوالې سوداګرۍ د ودې، د بېلابېلو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو د پياوړتيا او د نړيوالې اقتصادي ودې ته د مثبتې انرژۍ د بخښلو لپاره هڅې وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای