CRI Online

لي که چيانګ د چين، جاپان او کوريا جمهوريت ترمنځ د صنعتي او سوداګريزو چارو په شپږمه سرمشريزه غونډه کې يوه وينا وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 20:22:43

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د مې د نهمې نېټې په غرمه کې د چين صدراعظم لي که چيانګ د توکيو د اقتصادي ټولنې په مرکز کې د جاپان له صدراعظم شينزو ابي او د کوريا جمهوريت له ولسمشر مون جای اين سره يو ځای د يادو دريو هېوادونو د صنعتي او سوداګريزو چارو په شپږمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.

لي که چيانګ وويل، چې چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د سمندر پر غاړه ګاونډي هېوادونه دي او په نړۍ کې عمده اغيزمنې اقتصادي ډلې هم دي. د دريو هېوادونو ترمنځ همکارۍ قوي قوت او نژدې اړيکې لري او د همکاريو راتلونکی به ځلانده وي. دا ډېر ارزښتناک کار دی چې دوه نيم کاله وروسته د دريو هېوادونو مشرانو غونډه تر سره کېږي. موږ بايد د پرمختګ لپاره سوله ييز او ثابت چاپيريال وساتو، بايد پر سوله ييزې پرمختيايي لارې ټينګار وکړو، بايد يو د بل سره د مرکزي ګټو او پاملرنو درناوی او احترام وکړو، بايد په مناسبه توګه حساسې مسئلې او توپيرونه حل کړو.

درې هېوادونه بايد د اقتصاد د نړيوال کېدو او د سوداګرۍ د ازادېدو لپاره ګډ کوښښونه کړي، بايد پانګونې پراخې کړي او د توليدي توان د پياوړتيا لپاره دې همکارۍ وکړي چې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د درېو هېوادونو ترمنځ د همکاريو نوې پاڼه پرانيزي. دغه راز، درې هېوادونه بايد د نوښت او بشري کولتور په برخو کې لا نژدې همکارۍ وکړي. چين غواړي له جاپان او کوريا جمهوريت سره د ډيجيتل اقتصاد، مصنوعي دماغ، د چاپيريال ساتنې او طب او روغتيا په ساحو کې لا ښې همکارۍ وکړي، تر څو د بېلا بېلو هېوادونو خلک به ورڅخه ګټې واخلي او اسيا نوې سمسورتيا ومومي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای