CRI Online

لي که چيانګ: د اسيا د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره دې نوي خدمتونه ترسره کړو

cri     (GMT+08:00) 2018-05-09 20:25:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د مې د نهمې نېټې په سهار د چين صدراعظم لي که چيانګ د توکيو په مېلمستون کې د جاپان له صدراعظم شينزو ابي او د کوريا جمهوريت له ولسمشر مون جاين سره په ګډه د چين ، جاپان او د کوريا جمهوريت د مشرانو په اوومه غونډه کې ګډون وکړ او د درېواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په هکله يې د نظريو تبادله وکړه.

لي که چيانګ پر دې ټينګار وکړ چې چين، جاپان او د کوريا جمهوريت دې د سيمې د ثبات او سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي،د نړيوالې سولې او ودې لپاره دې خدمتونه ترسره کړي، د بشر د ګډ برخليک د ټولنې جوړښت دې وهڅوي، د اسيا او نړۍ د تلپاتې سولې، عامه امنيت، ګډې سمسورتيا،پرانيستنې، جامعيت ، پاکوالي او ښايست د جوړولو او راوستلو لپاره دې کوښښونه وکړي، د کوريا ټاپووزمې د نااټومي کولو بهير دې وهڅوي، پر خبرو اترو دې ټينګار وکړي او د سياسي لارو چارو له لارې دې د کوريا ټاپووزمې مسئلې د حل وفصل او د سيمې د تلپاتې سولې لپاره دې مثبت خدمتونه ترسره کړي.همداراز د يوکمربند او يوې لارې د جوړولو په اړه دې ګډه سلامشوره وکړي، ګډه يې اباد کړي او پکې شراکت وکړي.

شينزوابي وويل، درېواړه هېوادونه د نړۍ عمده سوداګريز هېوادونه دي او له ازادې سوداګرۍ او خلاص بازار څخه ملاتړ کوي، نو له ۲۱ مې پېړۍ سره سمون او لوړ ميعار لرونکي سوداګريز اصول دې مطرح کړي.

مون جاين هيله وښوده چې دغه غونډه نوبتي شي او اړوند ميکانيزم ټينګ شي. نوموړي وويل، د دواړو کوريايانو د مشرانو غونډې د کوريا ټاپووزمې د نااټومي کولو او د سولې او ثبات د راوستلو لپاره دې بنسټ کېښودلی دی. د کوريا ټاپووزمې د سولې بهير چين او جاپان ته اړتيا لري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای