سين هوا اژانس د افغانستان د کورنيو چارو وزارت، د عامې روغتيا وزارت او د کابل پوليسو په قول د مې په ۹مه نېټه خبر ورکړ چې په همدې ورځ په کابل کې څو بريدونه وشول او له دې امله يې لږ تر لږه ۴ تنه وژل او څه باندې ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړ چې دوه بريدونه د کابل ښار په لويديځ ۱۳مه امنيتي حوزه کې پېښ شوي. په لومړي بريد کې دوه بريدګر په ډزو وژل شوي او د ۲ پوليسو په شمول ۴ تنه وژل او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي. په دوهم بريد کې پرته له يو بريدګر نه هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې. داعش د دغو دوو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.
د کابل پوليسو وياند حشمت ستانکزی زياته کړه چې د همدې ورځې په غرمه د کابل ښار د ۱۰مې امنيتي حوزې د شهيد واټ په شاوخوا کې يو ځل بيا چاودنه وشوه. يو بريدګر ځانمرګي بريد وکړ او نور ۴ تنه بريدګر يوې نژدې ودانۍ ته ننوتل. د دغه بريد له امله د مرګ ژوبلې معلومات لا تر اوسه نه دي ورکړل شوي.
(سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |