CRI Online

د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسي: ايران تل اټومي تړون پلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-10 10:36:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ عمومي مدير يوکيا امانو د مې په ۹ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې ياد اېجنسي باور لري چې ايران تل له غوښتنو سره سم اټومي تړون پلی کوي او دوی به د ايران د اټومي تړون په اړه د حالاتو پرمختګ ته نژدې پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه، د ايران د اټومي تړون سره سم چې د ۲۰۱۵ کال په جولای مياشت کې د بېلا بېلو خواوو په شتون کې لاسليک شوی، ايران اوس د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ لخوا سختې پلټنې مني. تر اوسه پورې ياده اېجنسي باور لري چې ايران تل له غوښتنو سره سم د ايران اټومي تړون پلی کوي.

هغه وويل چې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسي به د ايران د اټومي تړون په اړه د اړوندو حالاتو پرمختګ ته له نژدې پاملرنه وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای