CRI Online

د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت مشرانو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-10 10:36:34

د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت مشرانو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۸ کال د مې په ۹مه نېټه، د چين صدراعظم لي که چيانګ، د جاپان لومړي وزير شينزو ابي او د کوريا جمهوريت ولسمشر مون جای اين د جاپان په توکيو کې د دريو هېوادونو د مشرانو په ۷مه غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د روان کال د کوريا جمهوريت او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ د ملاقات په اړه د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د مشرانو ګډه اعلاميه خپره شوه چې پکې راغلي: لومړی، د دغو دريو هېوادونو مشرانو د کوريا ټاپووزمې د وضعيت د بدلون لپاره د نړيوالې ټولنې د کوښښونو ستاينه وکړه. دوهم، موږ هيله لرو چې د کوريا جمهوريت او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ د ملاقات پر بنسټ به ښکيلې خواوې د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو لپاره په دوامداره توګه خدمتونه ترسره کړي. درېيم، د کوريا ټاپووزمې او د شمال ختيځې اسيا د سولې او ثبات ساتل زموږ ګډه دنده او ګټه ده، موږ به په مداومه توګه د دې لپاره په ګډه کوښښونه وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای