د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ د مې په ۹مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون په همدې ورځ له خپل ايراني سيال حسن روحاني سره ټلېفوني خبرې وکړې او موافقه يې وکړه چې د ايران د ذروي تړون د دوامدار تطبيق او د سيمه ييز ثبات د ساتنې لپاره به په ګډه کوښښونه وکړي.
په اعلاميه کې راغلي، مکرون په ټلېفوني خبرو کې دا تکرار کړه چې فرانسه به په مداومه او هراړخيزه توګه د ايران د ذروي پروګرام په اړه تړون تطبيق کړي. هغه د ايران د همدغه عمل پر ارزښت ټينګار وکړ. هغه زياته کړه، ښکيلې خواوې بايد د يو لا لوی چوکاټي تړون د لاسليک په اړه بحثونه وکړي چې پکې بايد تر ۲۰۲۵ کال وروسته د ايران د ذروي عملياتو څارنه، د ايران د بالستيک توغندي پلان او د منځني ختيځ سيمې ځيني عمده بحرانونه شامل شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |