د سينهوا اژانس د خبر له مخې د می په نهمه نېټه د چين د سوداګرۍ وزير جونګ شان او د جاپان د اقتصادي چارو وزير سيکو هيروشيګ په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د خدمتي او سوداګريزې همکارۍ د پياوړتيا په هکله ياددښت لاسليک کړ.د چين صدراعظم لي که چيانګ او د جاپان لومړي وزير شينزو ابي هم د دې ياددښت د لاسليکولو په مراسمو کې ګډون وکړ.د دې ترڅنګ د چين د پرمختګ او اصلاحاتو د دولتي کميټې او د سوداګرۍ وزارت د جاپان د بهرنيو چارو له وزارت او د اقتصادي چارو له وزارت سره د چين او جاپان ترمنځ د درېيمې خوا بازار د همکارۍ ياددښت لاسليک کړ.
دواړو خواوو په دې موافقه وکړه چې په خدمتي ساحه کې د ګډو ګټو پربنسټ د خپلمنځي همکاري د پرمخبيولو لپاره د خدمتي سوداګرۍ په هکله دوه اړخيزهمکاريز ميکانيزم جوړ کړي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |