CRI Online

ايت الله خامينه يي: د ذروي انرژۍ پرمختګ د ايرانيانو حق دی

cri     (GMT+08:00) 2018-05-10 11:24:12

مالوماتي عکس دی

ايت الله خامينه يي: د ذروي انرژۍ پرمختګ د ايرانيانو حق دی

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۸مه نېټه اعلان وکړ چې امريکا د ايران له ذروي تړون څخه وځي او پر ايران به بنديزونه بيا ولګوي. د ايران مذهبي مشر ايت الله خامينه يي د مې په ۹مه نېټه په خپله وينا کې دا تکرار کړه چې د ذروي انرژۍ پرمختګ د ايرانيانو حق دی.

نوموړي په همدې ورځ د فرهنګيان پوهنتون د ښوونکو په اوونيز فعاليت کې ګډون وکړ او په ترڅ کې يې د ايران له ذروي تړون څخه د امريکا د وتلو په اړه يوه وينا وکړه. هغه وويل، د ذروي انرژۍ پرمختګ د ايرانيانو حق دی او د خلکو په درناوي او ګټو پورې اړه لري. پر ايران باندې د امريکا اقتصادي بنديزونه او د دښمنۍ څخه دک کړه وړه د ذروي انرژۍ له پرمختګ سره هېڅ اړيکې نه شته يوازې پلمه ده. که ايران ذروي پروګرام هم و نه لري، دوی به لا هم په بله پلمه له ايران سره دښمني ترسره کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای