CRI Online

لي که چيانګ د جاپان له لومړي وزير شينزو ابي او د کوريا جمهوريت له ولسمشر مون جای اين په ګډه له خبريالانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-10 11:24:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د می د نهمې نيټې په سهار د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو ترمنځ تر اوومې غونډې وروسته د چين صدراعظم لي که چيانګ د توکيو په ملي هوټل کې د جاپان له لومړي وزير شيزو ابي او د کوريا جمهوريت له ولسمشر مون جای اين په ګډه له خبريالانو سره وکتل او د دې غونډې د لاسته راوړنو په باب يې معلومات وړاندې کړل.

لي که چيانګ وويل چې د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت ترمنځ د همکارۍ د پخواني حالت او راتلونکې په باب مو بحث وکړ او په کوريا ټاپووزمه کې د وروستيو مثبتو بدلونونو په باب د نظريو تبادله مو وکړه . دريو خواوو موافقه وکړه چې د اوسنيو ګډو نظريو پربنسټ به د فرصت په نيولو سره د دريو هېوادونو ترمنځ د سالم، ثابت او دواملرونکي پرمختګ او په دې ټاپووزمه او ځايي سيمه کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډې هڅې وکړي.

شينزو ابي وويل چې درې هېوادونه مهم ګاونډي هېوادونه دي او د دې غونډې له لارې يې متقابل باور ټينګ کړی،خپلمنځي همکارۍ يې پرمخبيولی او د نظر توپيرونه يې کنترول کړی چې دا د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره ډېر زيات اهميت لري.

مون جای اين وويل چې د کوريا جمهوريت غواړي چې له چين او جاپان سره د همکارۍ له لارې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او په دې ټاپووزمه او شمال ختيځې اسيا کې د دايمې سولې د رامنځته کېدو لپاره ګډې هڅې وکړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای