د سينهوا اژانس د خبر له مخې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت مرکزي خبري اژانس د روانې مياشتې په لسمه نېټه خبر ور کړ چې د دې هېواد لوړ پوړي مشر کيم جونګ اون د روانې مياشتې په نهمه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ماک پومپيو سره وکتل او ويې ويل چې د امريکا له مشر سره راتلونکي ملاقات به يو تاريخي ملاقات وي.هغه امر هم ور کړ چې د ديموکراتيکې کوريا له خوا نيول شوي امريکايان خوشي کړي او امريکا ته به يې وسپاري.
د خبر له مخې کيم جونګ اون د دې کتنې په ترڅ کې وويل چې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ ملاقات به په کوريا ټاپووزمه کې د امنيتي حالت د مثبت پرمختګ سبب شي او د ښې راتلونکې د ابادۍ لپاره به لومړی ګام او تاريخي ملاقات وي. د پومپيو د دې سفر موخه کيم جونګ اون ته د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د د نظريو او رويې څرګندول او د ياد ملاقات لپاره د تياريانو نيول دي. (غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |