CRI Online

لي که چيانګ او شينزو ابي په ګډه له خبريالانو سره کتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2018-05-10 11:27:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د مې د ۹ مې نېټې په ماسپښين کې د چين صدراعظم لي که چيانګ د توکيو په مېلمستون کې د جاپان له صدراعظم شينزو ابي سره تر خبرو اترو وروسته په ګډه له خبريالانو سره کتنه وکړه.

لي که چيانګ د دواړو هېوادونو صدراعظمانو د کتنې تر لاسه شوي برياليتوبونه شريک کړل او اشاره يې وکړه چې د چين او جاپان ترمنځ اړيکې ښه والی او پرمختګ نه يوازې د دواړو خواوو له ګټو سره سمون لري بلکې د سيمې د سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره ګټورې دي. روان کال د چين او جاپان تر منځ د سولې او دوستۍ تړون د لاسليکولو له څلوېښتمې کاليزې سره برابر دی او دواړه خواوې بايد د دې تړون روحيه بيا وګوري او د دوراړو هېوادونو تر منځ اړيکو سياسي بنسټ پياوړی کړي او د چين او جاپان تر منځ اړيکې د سولې او همکارۍ په لاره کې د پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.

شينزو ابي د لي که چيانګ د رسمي سفر تود هر کلی وکړ. په تېر کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې ښه والی پرمختګ کړی. ما له صدراعظم لي که چيانګ سره ګڼ شمېر ګډې نظريې تر سره کړې. دواړو هېوادونو د سمندر او هوا ارتباطي ميکانيزم د جوړولو باندې موافقه کړې او د سمندر بحران په ګډه کنترول کړو څو چې ختيځ سمندر د سولې، همکارۍ او ملګرۍ سمندر په توګه وګرځي. جاپان او چين د ټولنيز امنيت تړون لاسليک د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي تبادلې پياوړې کړي. دواړه خواوې د پانګونې د زياتوالي، د درېيمې برخې همکارۍ د پرانيستلو او د فلمونو جوړولو په شمول نوي ګډې نظريې هم تر سره کړي او دې نه يوازې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ پياړوې کړي بلکې د دواړو هېوادونو خلکو تر منځ تبادلې او پوهې پياوړې کړي. جاپان غواړي له چين سره يو ځای کوښښ وکړی څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په سوله ييزه او ثابته توګه پرمختګ وکړي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای