د مې په ۱۰مه نېټه د چين د شمېرنې دولتي ادارې په تېر اپريل کې د وګړيو د مصرف بيې انډول يعنې CPI او د صنايعو توليدواتو له فابريکو څخه د خرڅلاو بيې انډول یعنې PPI خپور کړ چې له مخې يې د تېر کال د همدې مودې په نسبتCPI په سلو کې ۱.۸ برخه زياته شوې او د PPI اندازه په سلو کې ۳.۴ سلنه زياته شوې ده.
د يادې ادارې د ښاري چارو څانګې لوړپوړي شمېرونکي شنګ ګوه چينګ وويل، د CPI زياتوالی اندازه د تېرې مياشتې په پرتله ۰.۳ سلنه ټيټه شوې. د خوراکونو بيې او د غير خوراکي موادو بيې په جلا توګه ۰.۷ سلنه او ۲.۱ سلنه لوړه شوې چې د سي پي اې د ۰.۱۳ سلنې او ۱.۶۷ سلنې د زياتوالی سبب شوې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |