د سينهوا اژانس د خبر له مخې په م م کې د چين مرستيال استازي وو های تاو د روانې مياشتې په نهمه نېټه وويل چې نړيواله ټولنه بايد په فعاله توګه په سياسي لارو چارو د سيمه ييزو تودو مسئلو د حل وفصل لپاره هڅه وکړي . م م د سوله ساتي عملياتو له لارې له اړوندو کوششونو څخه ملاتړ وکړي تر څو په سياسي لارو چارو د پاملرنې وړ مسئلو د حل وفصل لپاره شرايط برابر کړي.
د امنيت شورا په همدې ورځ د م م د ځانګړې سوله ساتې ډلې د پوځي قوماندانو کلنۍ غونډه تر سره کړه. وو های تاو په خپله وينا کې وويل چې د م م د سوله ساتو عملياتو پر وړاندې چاپيريال او دندې ورځ په ورځ پېچلی شوي،امنيتي ننګونې او د سوله ساتونکو مرګ و ژوبله په پر له پسې توګه زياته شوې ده، خو زيات شوی صلاحيت له محدود سرچينو سره متوازن او برابر نه دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |