CRI Online

لسګونه اسرائيلي توغندي د سوري پوځ له خوا وغورځول شول

cri     (GMT+08:00) 2018-05-10 16:14:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې ملي تلويزيون د روانې مياشتې په لسمه نېټه خبر ور کړ چې په همدې ورځ لسګونه اسرائيلي توغندي د سوريې د هوايي دفاعي سيستم له خوا وغورځول شول.

د سوريې پوځ ويلي چې اسرائيلي پوځ د همدې ورځې په سهاروختي پر سوريې باندې توغندي توغولي چې ځيني يې په سوريه کې څو پوځي موخې په نښه کړې ،خو لسګونه توغندي د سوريې په قلمرو کې د دې هېواد د هوايي دفاعي سيستم له خوا مخه نیول شوې او غورځول شوي دي.

تر اوسه د سوريي حکومت او پوځ د دې توغنديو بريد په هکله رسمي اعلاميه نه ده خپره کړې. دغه راز د اسرائيلو پوځي وياند په دې هکله څه نه دي ويلې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای