د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسرائيل د ملي دفاع پوځ د مې د لسمې نېټې په سهاروختي د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په سوريه کې د ايران ځای پر ځای ځواکونو د همدې ورځې په سهاروختي د اسرائيل تر کنترول لاندې پر ګولان لوړو باندې شل توغندي وتوغول. ورپسې د اسرائيلو ځواکونو په سوريه کې د ايران پر څه باندې پنځوسو نظامي موخو باندې هوايي بريدونه وکړل.
وروسته تردې د اسرائيل د ملي دفاع وزير اويګدور ليبيرمان وويل، چې د اسرائيلو ځواکونو په سوريه کې د ايران پر ټولو تاًسيساتو باندې بريدونه کړي دي.
همدارنګه د اسرائيل د ملي دفاع ځواکونو خبر ورکړ چې دا په تېرو څو لسيزو کې د اسرائيل لخوا تر ټولو ډېر ستر نظامي عمليات و چې څو جنګي الوتکو په يو وخت په سوريه کې پر څه باندې پنځوسو موخو باندې بريدونه کول. ايران به د ويجاړ شويو تاًسيساتو د بيارغونې لپاره اوږدې مودې ته اړتيا ولري. په هوايي بريدونو کې د اسرائيلو الوتکو د سوريې د هوايي دفاع ځواکونو له متقابلو بريدونو سره مخامخ شول، نو اسرائيل هم د سوريې د هوايي دفاعي څلور توپونه له منځه وړي دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |