CRI Online

د چين صدراعظم لي که چيانګ د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د مشرانو په اوومه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-10 16:27:57

پر ځايي وخت د مې د نهمې نېټې په سهار د چين صدراعظم لي که چيانګ په توکيو کې د جاپان د لومړي وزير شينزو ابي او د کوريا جمهوريت له ولسمشر مون جا ين سره د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو په اوومه غونډه کې ګډون وکړ او په کډه يې خبريالانو مرکې ومنلې. صدراعظم لي که چيانګ وويل چې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت تر منځ د همکارۍ پياوړتيا نه يوازي د دريواړو هېوادونو د پرمختګ له وړتياوو سره سمون لري، بلکې د دې سيمې د هېوادونو او د نړيوالې ټولنې ګډه هيله هم ده. دريواړه هېوادونه بايد فرصتونه ونيسي، ګډې ګټې شريکې کړي او د دې سيمې د دايمې سولې او ګډې سمسورتيا هڅونه وکړي.

له څه دپاسه دوه نيمو کلونو وروسته د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو غونډه په توکيو کې بيا تر سره شوه. صدراعظم لي که چيانګ په غونډه کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل چين، جاپان او کوريا جمهوريت د نړۍ د دريو لويو اقتصادي هېوادونو په توګه يو د بل مهم اقتصادي او سوداګريز همکار دی او د سيمه ايز اقتصاد د پرمختګ، د دې سيمې د يو ځايښت بهير د لارښوونې او د سيمه ايزې سولې او ثبات ساتلو لپاره مهمې دندې لري. په ټاکلې موده کې د چين، جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو غونډه تر سره کيږي چې د لارښوونې رول لوبولی شي. څرنګه چې د دريواړو هېوادونو ګډې ګټې د توپيرونو په پرتله زياتې دي او د مشرانو غونډې له لارې د ګډو ګټو پراخولو او د توپيرونو کنټرولولو لپاره ګټورې دي. د دغه ميکانيم ساتل مهم لارښوونکي رول لري.

لي که چيانګ وويل چې موږ بايد په سمه توګه تاريخ ته وګورو او د لا روښانه ايندې لپاره دې ګډ کوښښونه وکړو، په نوي تاريخي پيل کې په لوړه کچه همکارۍ پياوړې کړو. دريواړه هېوادونه بايد په ګډه ازاده سوداګرۍ وساتي، د سيمه ايز اقتصاد د يو ځايښت هڅونه وکړي، د اصولو پر بنسټ د څو اړخيز سوداګريز سيستم وساتي، د سوداګرۍ د ساتنې غوښتنې او د يوې اړخيزې سوداګرۍ سره مخالفت وکړي، د سيمه ايز اقتصاد د يو ځايښت سويه لوړه کړي او په ګډه په ورخلاصونې، همکاريزه، زغمونکې او په برابره توګه د اسيا اقتصادي سيستم جوړ کړي. هغه وويل دريواړه خواوې بايد او هم بايد وغواړي چې د ازادې سوداګرۍ سيمې د ابادۍ او د دې سيمې د هراړخيزو اقتصادي همکارانو اړيکو جوړولو په هکله د خبرو اترو هڅونه وکړي، د واقعي فعاليتونو له لارې دا څرګند کړي چې چين، جاپان او کوريا جمهوريت د ازادې سودګرۍ ملاتړ کوي او يو بل ته د ورخلاصولو له لارې يو د بل لوی بازار وګرځي.

صدراعظم لي که چيانګ وويل چې دريواړه هېوادونه بايد د ختيځې اسيا د ګډې اقتصادي ټولنې د جوړولو نقشه جوړه کړي، د سوداګرۍ د ازادې او اسانه کيدو، توليد انرژۍ، پانګونو، د بنسټيزو تاسيساتو، د تګ راتګ، پولي چارو او د دواملرونکي پرمختګ په شپږو ساحو کې همکارۍ پياوړې کړي.

د کوريا ټاپووزمې د حالاتو د فعال بدلون په هکله لي که چيانګ وويل موږ ټول د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په هکله د خبرو اترو هرکلی کوو او د کوريا جمهوريت او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو تر منځ درېيمې کتنې ته مبارکې وويل او هيله يې وښودله چې د د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت او د امريکا مشران سره ليدنه وکړي. هغه وويل هيله لرم چې بېلا بېلې خواوې اوسنی فرصت څخه ګټه واخلي او د خبرو اترو له لارې د کوريا ټاپووزمې د مسئلې د سياسي حل هڅونه وکړي او له دغې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د دې سيمې د دايمې سولې ساتلو لپاره وړ کوښښونه وکړي. چين به په دې چارو کې رغنده رول ولوبوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای