د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د المان صدراعظمې انګيلا مرکيل د مې په نهمه نېټه وويل، دا يوه سخته تېروتنه ده چې امريکا د ايران له ذروي تړون څخه وتلی، المان به په مداومه توګه د ايران د ذروي تړون مراعات وکړي.
نوموړې په همدې ورځ په برلين کې په يوه غونډه کې وويل، څرنګه چې امريکا له دغه تړون څخه وتلی، نو په راتلونکې کې به اروپا د نړيوالې ډيپلوماسۍ او امنيت په برخه کې لا زياتې دندې ولري. المان، بريټانيا او فرانسه به په مداومه توګه د ايران د ذروي تړون مراعات وکړي او د ايران لخوا د دغه تړون د پلي کولو لپاره به زمينه برابره کړي. د المان حکومت د مې په نهمه نېټه له دغه تړون څخه د امريکا د وتلو په اړه د يادو دريو هېوادونو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه. په دغه اعلاميه کې د دريو هېوادونو مشرانو له امريکايي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ايران د ذروي تړون چوکاټ ته زيان ونه رسوي، د دغه تړون د پلي کولو د مخنيوي تدابير ونه نيسي او د ذروي وسلو د نه خپرېدو په نړيوال سيستم کې د دغه تړون برياليتوبونه وساتي، تر څو دغه تړون په رښتينې توګه عملي شي.
د المان د ار ټي ايل د ټلويزيون د خبر له مخې، د فرانسې د بهرنيو چارو وزير جيان يويس لي دريان خبر ورکړ چې د دغو دريو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران به د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه د ايران له استازو سره کتنه وکړي او د دغه تړون پر راتلونکې به بحث وکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |