د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د مې په لسمه نېټه د امريکا په بلنه له دغه هېواد څخه د چين پلاوي د ليدنې د يادونې په وخت کې هيله وښودله چې دواړه هېوادونه د دواړو مشرانو تر لارښوونې لاندې د متقابل درناوي او برابرې سلامشورې پر اصولو سره په مداومه توګه د نظريو ژورې تبادلې وکړي، په جدي توګه مؤثرې همکارۍ پياوړې کړي او توپيرونه کنترول کړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د سالم او ثابت پرمختګ د پياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
ښاغلي ګاو فنګ په همدې ورځ د سوداګرۍ وزارت په يوه خبري ناسته کې دغې څرګندونې وکړې. د مې په اتمه نېټه د دواړو هېوادونو مشرانو په ټلېفوني خبرو کې د دوه اړخيزو اقتصادي مسئلو د حلولو په اړه مهمو ګډو نظريو ته رسېدلې دي. د چين سوداګرۍ وزارت په نهمه نېټه خبر ورکړ چې چين د امريکا بلنه منلې ده او موافقه يې کړې ده چې په مناسب وخت کې به د سلامشورې لپاره امريکا ته پلاوی ولېږي. اوس د دواړو هېوادونو کاري ګروپونو په نژدې تماس نيولو بوخت دي.
نوموړي د امريکا لخوا د ګمرکي مالياتو د زياتوالي په باب د چيني توليداتو لېست د يادونې په وخت کې وويل، چې د چين دريځ نه دی بدل شوی او بدل به نه شي. چين له دغه ډول يواړخيزې غوښتنې او سوداګرۍ ساتي غوښتنې سره مخالفت کوي، امريکا بايد د ګواښ له عمل څخه لاس واخلي او چين به په ټينګار سره د هېواد او خلکو ګټې وساتي.
نوموړي هيله څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه د خپلمنځي اقتصادي همکاريو د ثابت پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي، تر څو د متقابلو ګټو پر بنسټ دواړه هېوادونه او د نړۍ خلک ورڅخه ګټې واخلي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |