د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ګنګ شوانګ د مې په ۱۰ مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د مشرانو په اوومه غونډه کې د کوريا ټاپووزمې او د دغو درېواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په شمول يو شمېر مضوعاتو په اړه موافقې شوې. چين هيله لري چې راتلونکی کال د درېواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د شلمې کليزې په درشل کې خپلمنځي اعتماد پياوړی شي او خپلمنځي همکارۍ نږدې شي ترڅو دغه همکارۍ د ختيځې اسيا د همکارۍ، سيمه ييز ثبات او نړيوالې ودې لپاره مهم رول ولوبوي او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې، ثبات او سمسورتيا لپاره نوی خدمتونه ترسره کړي.
د چين، جاپان او د کوريا جمهوريت د مشرانو اوومه غونډه د مې په نهمه نېټه په جاپان کې ترسره شوه او په دې غونډه کې د ۲۰۱۸ کال د ډيموکراتيکې کوريا او د کوريا جمهوريت د مشرانو ترمنځ د ملاقات ګډه اعلاميه خپره شوه. ګنګ شوانګ وويل، په داسې حال کې چې د کوريا ټاپووزمې په وضعيت کې يولړ مثبت بدلونونه رامنځته شوي، د درېواړو هېوادونو مشرانو په دې هکله د نظريو تبادله کړې او يو غږ يې بهرته ورکړی چې له امله يې د سياسي لارو چارو له لارې د ټاپووزمې مسئلې د حل لپاره ګټور دی. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې د درېواړو هېوادونو مشرانو د خپلمنځي همکارۍ او يو شمېر نورو د ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله هم د نظريو تبادله وکړه او ګډه اعلاميه يې خپره کړه.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |