CRI Online

لي که چيانګ د چين او جاپان ترمنځ د سولې او دوستۍ تړون د لاسليکولو د ۴۰مې کاليزې د يادونې په فعاليت کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-05-11 10:39:30

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،پر ځايي وخت د مې د ۱۰مې نېټې په غرمه د چين صدراعظم لي که چيانګ په توکيو کې د جاپان له صدراعظم شينزو ابي سره د چين او جاپان ترمنځ د سولې او دوستۍ تړون د لاسليکولو د ۴۰مې کاليزې د يادونې په فعاليت او د صدراعظم لي که چيانګ د هرکلي په مېلمستيا کې ګډون وکړ او وينا يې وکړه.د چين او جاپان د سياسي او اقتصادي ټولنو او د بېلا بېلو برخو څه نا څه ۲ زرو تنو په کې ګډون درلود.

لي که چيانګ وويل چې روان کال د چين او جاپان ترمنځ د سولې او دوستۍ تړون د لاسليکولو له ۴۰مې کاليزې سره برابر دی.دغه تړون د چين او جاپان ترمنځ ګډه اعلاميه کې اصول تائيد کړل چې په کې د جګړې د مسؤليت په اړه د جاپان ژوره پېژندنه او د يو چين پر اصولو د ټينګار کولو په اړه مهم بيان پکې شاملېږي او په ښکاره توګه يې ښيي چې چين او جاپان بايد په دايمي توګه خپلمنځي دوستي وساتي.ياد تړون د چين او جاپان ترمنځ د اړيکو لپاره سياسي بنسټ او قانوني مقررات برابروي او سم لوري ته يې اشاره کوي.

شينزو ابي په خپله وينا کې وويل چې ۴۰ کاله دمخه د دواړو هېوادونو سياستوالو ياد تړون لاسليک کړ چې ليد او پوهې ښودلې او په ياد تړون کې لومړۍ ماده د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوامداره سولې او دوستانه اړيکو پراختيا ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای