د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د مې په ۱۰ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې اسرائيلي پوځ په همدې ورځ پر سوريې باندې توغندي توغولي او له دې امله ۳ تنه وژل او ګڼ شمېر د سوريې پوځي موخې زيانمنې شوې دي.
د سوريې د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ وياند په همدې ورځ وويل، چې اسرائيلي پوځ د همدې ورځې په سهاروختي پر سوريې باندې توغندي توغولي او له دې امله ۳ تنه وژل او ۲ تنه ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه چې د دې هېواد هوايي دفاعي سيستم توانېدلی او د ځينو توغنديو مخه نيول شوې او غورځول شوي دي. دا ښکاره ده چې د سوريې پوځ له تېری کوونکو سره په مقابل کې، د ملي شرافت او حاکميت د ساتلو په برخه کې خپله ويښتابه وساتي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |