CRI Online

د امريکا د ماليې وزارت: ۹ ايراني تصديو او کسانو ته به سزا ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-11 11:24:30

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د ماليې وزارت د مې په ۱۰مه نېټه اعلان وکړ چې امريکا به پر ۶ ايرانيانو او ۳ ايراني تصديو بنديز ولګوي چې په امريکا کې د دوی پانګې به کنګل شي او له امريکايايانو سره د دوی د معاملې مخه به هم ونيول شي.

د امريکا د ماليې وزارت په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې نوموړو ايراني کسانو په عربي متحده اماراتو کې شرکتونه جوړ کړي او د پيسو د لويې تبادلوي شبکې له لارې د ايران داسلامي ګارډ قدس ځواکونو لپاره ستر مالي ملاتړ برابر کړی.

په ياده اعلاميه کې د ايران پر مرکزي بانک نيوکه شوې چې د پيسو په تبادله کې له نوموړو کسانو سره مرسته کړې ده او دوی ته يې اجازه ورکړې چې په بهرنيو بانکونو کې ذخيره شوې پانګې تر لاسه کړي او اړوندې پيسې سلګونو مليون ډالرو ته رسېږي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای