CRI Online

روسيې له اسرائيلو او ايران څخه د خبرو اترو له لارې د مسئلې د حلولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-05-11 11:26:19

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي سکريتر دميتري پېسکوف، د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف او د بهرنيو چارو مرستيال وزير ميخايل بوګدانوف د مې په ۱۰مه نېټه په جلا جلا توګه له اسرائيلو او ايران څخه غوښتنه وکړه چې خپل زغم وساتي او د خبرو اترو له لارې خپلمنځي مسئلې حل کړي.

پېسکوف په همدې ورځ په سوچي کې خبري رسنيو ته وويل چې په دې وروستيو ورځو کې اسرائيلو او ايران يو پر بل قوي انتقادونو بيانات خپاره کړل، روسيې د اسرائيلو او ايران ترمنځ د ترينګلی شويو اړيکو په اړه اندېښنه لري او هيله يې وښودله چې دواړه خواوې به خپل زغم وساتي او له سياسي او ډيپلوماټيکې لارې خپلمنځي مسئلې حل کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف په مسکو کې وويل چې په دې وروستيو ورځو کې روسيې څو ځلې له اسرائيلو او ايران سره تماسونه نيولي دي او روسيې پر دې ټينګار کړی چې دوه اړخيزه لمسوونکي عملونه بايد له منځه يوړل شي،خو د دواړو هېوادونو تر منځ شخړې هم رامنځته شوې. روسيه د دې په اړه ډېره اندېښمنه ده او په دې باور ده چې دغه ټولې مسئلې بايد د خبرو اترو له لارې حل شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای