د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د مې په ۱۰مه نېټه په مسکو کې وويل چې روسيې د ايران له ذروي موافقه ليک څخه د امريکا وتلو ته ډېره پاملرنه کړی او له نورو برخوالو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې د ايران د ذروي موافقه ليک د ساتلو لپاره سلامشوره وکړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويبپاڼې خبر ورکړ چې لاوروف په همدې ورځ د جرمني د بهرنيو چارو له وزير هېکو ماس سره تر کتنې وروسته خبري رسنيو ته وويل چې د ايران ذروي موافقه ليک د لوېديځې اسيا د ثبات د ساتلو او د لويې پيمانې وسلو د خپرېدو د مخنيوي لپاره ستر اهميت لري.د روسيې په اند د امريکا ياد عمل د م م امنيت شورا د۲۲۳۱ نمبر پرېکړه ليک له اړوندو محتوياتو څخه سرغړونه ده.اړوند هېوادونه بايد د امريکا د ياد عمل د ټولو نتيجو په اړه سلامشوره وکړي او تدبيرونه ونيسي څو د ايران ذروي موافقه ليک اغېزمنتيا ساتلو ته دوام ورکړی شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |