د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م د سرمنشي وياند سټيفن دوجاريک د مې په ۱۰مه نېټه وويل چې د م م سرمنشي انتونيو ګوتيريس په دې وروستيو ورځو کې د جاپان په توکيو کې د چين،جاپان او کوريا جمهوريت د مشرانو ترمنځ د ۷مې غونډې هرکلی وکړ.
سټيفن دوجاريک د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې ګوتيريس د پانمونجون د اعلاميې په اړه د يادو ۳ هېوادونو مشرانو د ملاتړ او د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو لپاره د ۳ هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ملاتړ کړی.هيله ده چې د شمال ختيځې اسيا بېلا بېل هېوادونه د سيمه ييزې دايمي سولې او سمسورتيا د رامنځته کېدو لپاره ګډ کوښښ وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |