CRI Online

ډونالډ ټرمپ : د امريکا او د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ کتنه به د جون په ۱۲مه نېټه په سينګاپور کې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2018-05-11 11:29:41

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په ۱۰مه نېټه په ټويټر کې د يوې ليکنې په خپرولو سره وويل چې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت له لوړ پوړي مشر کيم جونګ اون سره د ده ليدنه به د جون په ۱۲مه نېټه په سينګاپور کې تر سره شي. ټرمپ له کيم جونګ اون سره ليدنې ته سترګې په لار دی او هيله يې وښودله چې د دواړو خواوو ترمنځ ليدنه به د نړيوالې سولې د پياوړتيا لپاره ځانګړي شيبه وګرځي.

کيم جونګ اون د روانې مياشتې په ۹مه نېټه په پيونګ يانګ کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو سره وکتل او ويې ويل چې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت او امريکا د مشرانو ترمنځ ليدنه چې ژر به تر سره شي،يوه تاريخي ليدنه ده.هغه هم حکم ورکړ چې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت لخوا بندي شوي ۳ تنه امريکايان خوشي کړي او امريکا ته به يې وسپاري.د روانې مياشتې د ۱۰مې نېټې په سهار د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او مرستيال ولسمشر مايک پنس په هوايي ډکر کې د پومپيو او يادو ۳ امريکايانو هرکلی وکړ.

د خبر له مخې،د سينګاپور د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې د ۱۰مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې سينګاپور خوشحاله دی چې د جون په ۱۲مه نېټه به د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت او امريکا د مشرانو ترمنځ د غونډې کوربه وي او هيله ده چې د دې غونډې له لارې به د کوريا په ټاپووزمه کې د سولې امکانات لوړ کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای