د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۱۰ مه نېټه د م م په عمومي اسامبله کې يو پريکړه ليک تصويب شو چې يو ځانګړی کاري ګروپ جوړ کړي او د چاپيريال نړيوال تړون په اړه سلا مشوره وکړي.
په همدې ورځ د م م په عمومي اسامبله کې په ۱۴۳موافقو، ۶ مخالفو او ۶ ممتنعو رايو سره ياد پريکړه ليک تصويب شو. ايران،فليپين، روسيې، سوريې، ترکيې او امريکا مخالفې رايې ور کړې دي.
په دې پريکړه ليک کې راغلي چې د م م سرمنشې بايد د م م عمومي اسامبلې ته يو رپوټ وړاندې کړي چې د نړيوال چاپيريال قانون د جوړولو په اړه زيانمنتوب وګوري. ياد ګروپ به د رپوټ پر بنسټ د حل لارې لپاره کوښښ وکړي. که ياد ګروپ فکر کوي چې نوی نړيوال قانون جوړول اړتيا لري، دوی به يې د م م عمومي اسامبلې ته وړانديز وکړي چې يوه حکومتي غونډه تر سره شي او د پريکړه ليک د جوړولو په اړه خبرې اترې وکړي. دغه پريکړه ليک هم غوښتنه وکړه چې د م م د عمومي اسامبلې اوسنۍ مشر د ياد کاري ګروپ دوه مشران وټاکي چې په جلا توګه له پرمختللو هېوادونو او پرمختيايي هېوادونو څخه دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |